امنیت

دکابل دعوايدو درياست دوه تنه کارکوونکي دبډې اخستنې په تور ونيول شول .

کابل _باختر  دغبرګولي دوه ويشتمه :
دلوى څارنوالۍ دکنترول او څارنې  درياست څارنوالانو دوه تنه دبډې اخستنې په تور ونيول .
دلوى څارنوالۍ داطلاعاتو او عامه ارتباط  رياست نن باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي چې ددغې ادارې دکنترول او څارنې درياست څارنوالانو پرون دماليې په وزارت پورې اړوند دکابل دعوايدو درياست کارکوونکي شاه محمد اومحمد افضل دخراسان فردا له باروړونکي شرکت څخه ددغه شرکت  دجواز دنوى کولو په بدل کې دبډې په توګه  داووه سوه امريکايي ډالرو داخستلو په وخت کې لاس په لاس ونيول .
شاه محمد دبډې  اخستنې دڅو پيښو مرتکب دى  او دغه قضيه هم داداري فساد پرخلاف دمبارزې د څارنوالۍ تر څيړنې لاندې ده او په ضمانت  سره خوشى شوى  و .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته