امنیت

يو وسله وال طالب په جوزجان کې ووژل شو .

کابل باختر د ثور پنځمه :
په  جوجان ولايت کې تيره شپه دافغان امنيتي ځواکونو او دوسله والو طالبانو ترمنځ په وسله والو نښتو کې يو وسله وال طالب  ووژل شو او نهه تنه نور ټپيان شول.   دجوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال عبدالحفيظ  دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه جګړې دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ داقچې  ولسوالۍ دسرخ اودسفيد کول په ساحوکې وشوې چې له امله يې  يو وسله وال طالب ووژل شو او نهه تنه نور ټپيان شول .
داپه داسې حال کې ده چې يوه اوونۍ مخکې هم داقچې ولسوالۍ  په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ وسله والو نښتو کې شلو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته