امنیت

دزابل په والي وسله وال بريد وشو .

کابل باختر د زمري  دريمه :
دزابل په والي باندې شاجوي ولسوالۍ ته دسفر په وخت کې وسله وال بريد شو خو روغ رمټ  پاتې شو .
دزابل دوالي  وياند ګل اسلام سيال باختراژانس ته خبرورکړ: دزابل والي بسم الله افغان مل نن سهار ديوه هئيت په ملګرتيا دشاجوي  ولسوالۍ ته روان و
ده زياته کړه : وسله والو مخالفينو دشاجوي ولسوالۍ  په نارى  سيمه کې کمين نيولى و او په سپکو او درندو وسلو سره يې بريد وکړ
سيال وويل: په دې پيښه کې دزابل دوالي په موټر ګولې  لګيدلي اوپه خپله روغ رمټ  پاتې شوى دى او چاته زيان نه دى اوښتى .
طالبانو ددغې ولسوالۍ په نارى سيمه کې  دوالي دوسايطو پرکاروان بريد وکړ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته