خبرونهامنیت

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ١۵٢ طالبان ووژل شول

کابل / د غبرګولي ٢٢مه / باختر

د هېواد په ۱۴ولایتونو کې ١۵٢ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه وسله وال طالبان په تېرو ٢۴ ساعتو کې په لغمان، غزني، لوګر، پکتيکا، ميدان وردګو، قندهار، زابل، غور، بادغيس، هرات، سرپل، فارياب، کندز او تخار کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په بريدونو کې وژل شوي دي.

خبرځای زياته کړې ده چې په دغو بریدونو کې ٧۴ نور وسله وال طالبان ټپيان شوي او د دوى جنګي وسايل ويجاړ شوي دي.

دغه راز امنيتي خواکونو د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ١۶ ښخ شوي ماينونه کشف او شنډ کړي دي.

ختم- شکريه – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته