امنیت

دنشه يي توکو څلور تنه قاچاق وړونکې په بلخ ولايت کې ونيول شول.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٣٠
څلور تنه دسلو کيلوګرامه نشه يي توکو دقاچاقو په تور په بلخ ولايت کې ونيول شول .
دبلخ ولايت امنيه قوماندان سيد کمال سادات دمزارشريف په ښارکې په يوه خبري غونډه کې رسنيو ته وويل :ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره دمبآرزې د مديريت منسوبينو څلور تنه د سلو کيلوګرامو نشه يي توکو دقاچاقو په تور دمزارشريف ښار په پنځمه حوزه کې نيولې دي .
سادات په دې خبري غونډه کې په بلخ ولايت کې دامنيتي حالت دښه والي خبره هم وکړه او زياته يې کړه چې دښمن په ځينو مواردو کې دهيواد دشمال په ولايتونو کې په نا امنى لاس پورې کوي خو دبلخ په ولايت کې هيڅ راز امنيتي ستونزې نشته .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته