سیاست

نړيواله ټولنه له افغانستان سره په همکاري ژمنه ده

کابل باختر  دوږي  اووه ويشتمه
نړيواله  ټولنه دملي اردو دپياوړتيا او پرمختيا په لوره کې دافغانستان له دولت سره دهمکاريو په دوام ژمنه بولي .
دغه ټکې په کابل کې دامريکا دسفارت  لومړۍ سکرتر د ظفر قول اردو له قوماندان سره په کتنه کې څرګندکړ او وي ويل چې دافغانستان په لويديځ کي دملي اردو برياليتوبونه  دقدر وړ دي .
ده دملي اردو دپياوړتيا په خاطر دنړيوالي ټولنې دهمکاري په دوام باندې ټينګار وکړ .
دظفر قول اردو قوماندان هم دهرات ولايت امنيتي حالت ښه وباله او په دي  حوزه کې يې دملي اردو دفعاليت دساحو دپراختيا خبر ورکړ
دظفر قول اردو قوماندان دملي اردو دواحدونو اوپه تيره بيا دظفر قول اردو دقطعاتو د سمبالولو  او پياوړتيا په برخه کې  دنړيوالې ټولنې همکاري وستايله .  په دې کتنه کې  دواړو  لورو دظفر  قول اردو دقطعاتو د اړتياو اونيمګړتياو په باب خبري وکړي و داړتياو په لري کولو باندې ټينګار وکړ .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته