ټولنه

په ننګرهارکې په زور سره او په يوه وخت کې د دوو خويندو د نکاح اصلي عامل ونيول شو

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٣٠
په ننګرهار ولايت کې په زور سره او په يوه وخت کې د دوو خويندو د نکاح اصلي عامل ونيول شو.
دولت خان د امنيتي مامورينو د ځانګړو عملياتو په بهير کې نيول شوى دى .
په ده تورلګول شوى دى چې دوه خويندې يې په يوه وخت کې او په زور سره نکاح کړې دي.
دغه سړى په ننګرهار ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو د يوه قوماندان سکرتر دى.
په ننګرهار ولايت کې يوه امنيتي مقام له باختر آژانس سره په يوه اړيکې کې نيول کيدل تاييد کړل او ويې ويل چې په دې برخه کې څيړنې او ګرويږنې پيل شوې دي.
له بلې خوا هم د دغې کورنۍ دويمه نجلۍ مرحبا وايي چې په خپله خوښه او د خپلې کورنۍ په خوښه يې د خپلې خور له ميړه سره واده ته غاړه ايښې ده.
په همدې حال کې د اسلام د مبين دين عالمان وايي چې د ديني لارښوونو له مخې يوه سړي سره د دواړو خويندو واده په داسې حال کې چې دواړه ژوندۍ وي؛ جواز نه لري.
مخکې له دې د هلک پلار او هغه ملا چې له مرحبا سره يې د دغه سړي نکاح تړلې ده؛ هم د امنيتي مامورينو له خوا نيول شوي دي.
پوليس وايي چې د هغو څه ناڅه نهو تنو د نيولو لپاره چې په دې پيښه کې لاس لري؛ پلټنې دوام لري.
د دغو دوو خويندو پلار په ښکاره له هغه وروسته چې زوم يې په زور سره د دې دويمه لورهم په نکاح کړه؛ د عدالت غوښتنې لپاره کابل ته راغلى دى او له دولت څخه غواړي چې دغه سړي ته د ده د عملونو سزا ورکړي .
دغه سپين ږيرى سړى له دې امله چې زوم يې په سيمه کې زيات نفوذ او قدرت لري؛ ډاريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته