امنیت

له دوو تنو ځانمرګو بريد کوونکو سره په چاوديدونکو توکو بار يو موټر دپو ليسو له خوا له منځه يو وړل شو .

کابلباختر د ثور٢٩
دارزګان ولايت پوليس وايي چې له دوو تنو ځانمرګو بريدکوونکو سره يې  په چاوديدونکو توکو بار يو موټر له منځه وړى دى .
دغه پيښه پرون مازيګر د ارزګان ولايت د مرکز ترينکوټ ښار په مربوطاتو کې رامنځته شوه .
دترينکوټ ښارددويمې امنيتي حوزې ا مر دويم څارن ګل اغا باخترا ژانس ته وويل : څلور ورځې مخکې يې ددغه موټر په باب اطلاعات تر لاسه کړي وو او ددغه موټر چلوونکى ته کله چې له قندهارولايت څخه د ارزګان ولايت د مرکز په لور روان و د ترينکوټ ښار په ګرما ساحه کې دپوليسو له خوا ددريدو امر وشو خو چلوونکي يې د پوليسو د لارښوونې پروا ونه کړه او غو ښتل يې چې په ګړنديتو ب سره له سا حې څخه تير شي چې دپوليسو له خوا پرې ډزې وشوې او موټر وچاوديد .
دده دڅرګند ونو له مخې، په دې پيښه کې په موټر چلوونکي سربيره يو تن بل هم و چې دوا ړه له منځه لاړل.
يوه اړونده خبرځاى وويل په دې موټر کې په لسګو نو کيلو ګرا مه چاوديدونکي توکي ، وسلې او مهمات ځاى پرځاى کړي شوي وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته