خبرونهاقتصادټولنه

د کندهار او نیمروز ګمرکونو کارکوونکو بېلابېل قاچاقي توکي ترلاسه کړل

کابل، د سلواغې ۹مه، باختر

د کندهار او نیمروز ګمرکونو د ګرځنده څارنې کارکوونکو بېلابېل قاچاقي توکي ترلاسه کړي دي.

د مالیې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کندهار او نیمروز ګمرکونو د ګرځنده څارنې کارکوونکو د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې قاچاقي توکي چې هېواد ته راوړل کېدل؛ کشف او ترلاسه کړي دي. 

په ترلاسه شویو توکو کې ۲۹  ټنه مالټې، ۶۷ ټنه شیریني باب، ۲۰۷۵ کیلوګرامه طبي درمل، ۲۲۰۰ کیلوګرامه ټوکر او ۸۵۰ کیلوګرامه پلاسټیک شامل دي.

ویل شوي چې ترلاسه شوي توکي د نورو اجراآتو لپاره د کندهار او نیمروز ګمرکونو ته سپارل شوي دي.

تر دې وړاندې هم په نیمروز کې لسګونه ټنه بېلابېل قاچاقي توکي ترلاسه شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته