کابل باختر دلړم نولسمه :
يو ماشوم پرون په بلخ ولايت کې دانسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو . دبلخ امنيه قوماندان جنرال سيد کمال سادات باختراژانس ته وويل چې ددغه درې کلن ماشوم دتښتولو په اړوند ديوې ښځې په ګډون درې تنه نيول شوي دي .
ده زياته کړه چې دغه ماشوم څو ورځې مخکې ددغه ولايت ددهداي ولسوالۍ له توخته کلي څخه تښتول شوى و ، چې دپوليسو دهلوځلو له امله ماشوم وموندل شو او کورنى ته يې وسپارل شو .
تښتوونکو ددغه ماشوم دازادولوپه بدل کې له کورنۍ څخه يې يو نيم مليون افغانۍ غوښتلى و چې دماشوم پلار دپيسې له ورکولو مخکې دبلخ پوليسو ته خبرورکړ چې دماشوم ازادول او دانسان تښتوونکو نيول کيدل دخلکو او ددغه ماشوم دکورنى په همکارۍ ترسره شو. ختم_ عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل