ټولنه

طالبانوپه فراه کې دوه انسان تښتوونکي اعدام کړل

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٤ :
وسله والو طالبانو په فراه ولايت کې  په يوه صحرايي محکمه کې پرون   دوه  تنه انسان تښتوونکي او يرغمل نيوونکي اعدام کړل.
دفراه و لايت   سيمه ييزو مقاماتو ددغې پيښې دتائيدولو په ترڅ کې وويل
دغه کسان دخاک سفيد ولسوالۍ دديوار سرخ په سيمه کې اعدام شول.
دفراه ولايت  دخاک سفيد ولسوال خالق نورزايي باخترآژانس ته وويل ؛  دغه انسان تښتوونکي  دخلکو په وړاندې دطالبانو له خوا اعدام شوي دي.
دده دڅرګندونوله مخې :  دغه دوه  تنه انسان تښتوونکي څه موده مخکې يو تن دابونصر فراهي له سيمې څخه  تښتولى و  او دزياتو پيسو په اخيستلو سره هغه آزاد کړى وى.
دديوارسرخ سيمه  دفراه ولايت دخاک سفيدولسوالۍ په جنوب کې  موقعيت لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته