فرهنګ

د ټيلفون، انترنټ او د بريښنا د بهير بنديدو باخترآژانس له زياتو ستونزو سره مخامخ کړى دى

 کابل  باختر دکب دمياشتې ١٨ :
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجى وزارت د باختر آژانس انترنټي او ټيلفوني اړيکې او د اوبو او بريښنا وزارت اړونده جکشن د دغې ادارې د بريښنا بهير بند کړى دى.
باختر آژانس په دولتي چوکاټ کې د يوازينۍ خبري دستګاه په توګه هره ورځ  د خبرونو او رپوټونو په برابرولو او خپرولو او هم له ملي پاليسۍ سره سم د تبصرو او تفاسيرو په برابرولو او خپرولو لاس پورې کوي.
دغه راز دغه دولتي خبري رسنۍ يوازينى ارګان دى چې د دولتي دستګاوو رسمي اعلاميې، فرمانونه، خبرونه او رپوټونه په پښتو، درې او انګليسي ژبو برابر او د خپرولو لپاره يې د ملي راډيو ټلويزيون او دغه راز د اړونده خبري سايټ او هم د هېواد، انيس، اصلاح، کابل ټايمز او د وطندارانو د ورځپاڼو او د ايمل له لارې د نورو خبري رسنيو په واک کې ورکوي.
د باخترآژانس مسوولين وايي چې دغه خبري رسنۍ د ټيلفون او له انترنټي شبکو څخه په استفادې سره هره ورځ نږدې ١٠٠خبرونه او رپوټونه د هېواد له ولايتونو او دغه راز له بهر څخه برابروي او په وروستيو دوو ورځوکې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجى وزارت د دغې خبري رسنۍ د ارزښت او اهميت له په پام کې نيولو پرته د دغې رسنۍ  د ټيلفون او د انترنټي شبکې د بهير په بندولو لاس پورې کړى دى؛ د دغې خبري رسنۍ د کورنيو او بهرنيوخبرونو او رپوټونو شمېر ډيرې ټيټې کچې ته رسيدلى دى او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجى وزارت دغه ملي خبري رسنۍ څو ځلې له دغه شان ستونزو او مشکلاتو سره مخامخه کړې ده او د باختر آژانس ويب سايټ يې له فعاليت څخه غورځولى دى.
د باخترآژانس ويب سايټ د هېواد په دننه او بهرکې يو داسې خبري ويب سايټ دى  چې ډير زيات لوستوونکي او مينه وال لري.
په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي او اداري رييس محمد ظاهرحسن وويل چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجى وزارت د ديجيتل ټيلفونونو او د انترنټي شبکې د اجورې د پيسو د نه ورکولو په دليل په دغه اقدام لاس پورې کړى دى.
ظاهرحسن چې دباختر آژانس له خبريال سره يې خبرې کولې؛ وويل چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت څه د پاسه ٥٧ حوالې د ماليې وزارت ته ليږلې دي؛ خو په دغه وزارت کې نه دي اجرا شوې.
ده وويل: د دغې ستونزې د حل کولو لپاره هلې ځلې روانې دي او په ډير لنډ ممکن وخت کې به دغه ستونزه حل شي.
خو  د دغې  يوازينۍ مهمې دولتي  خبري رسنۍ د کاري اهميت په پام کې نيولو سره بايد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجى وزارت د دغې رسنۍ ټيلفونونه او انترنټي شبکه بنده کړې نه واى. په بېلابېلو برخوکې د تخصيص له شتون سره سره هغه حوالې چې څه د پاسه ٢٠ مليونه افغانۍ کيږي؛ په خپل وخت د ماليــــې وزارت ته ليــږلې شوې دي، خو په دې اړوند اجراآت نه دي شوي او د ستونزو د حل کولو لپاره هلې ځلې روانې دي.
د باختر آژانس خبريال هلې ځلې وکړې چې په دې باب د ماليې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجى د وزارتونو د اړوندو مسوولينو نظريې هم ترلاسه کړي؛ خو په دې کار بريالى نه شو.
د يادونې وړ ده چې د ماليې وزارت د باختر آژانس د کار د ارزښت او اهميت په نسبت بې پروايي کوي او تېرکال هم ملي راډيو ټلويزيون له ګڼو ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ و چې په پاى کې د وزيرانو شورا هغه حل کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته