اقتصاد

د مالیې وزیر د اذربایجان د اقتصاد له وزیر سره په دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو خبرې وکړې

کابل_باختر د لړم د مياشتې١٧مه
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د لړم د میاشتې په ۱۶ مه نېټه د اذربایجان په پلازمېنه باکوکې د خپلو لیدنو په دوام د دې هېواد د اقتصاد له وزیر شاهین مصطفی یف، سره وکتل.
د ماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لوریو په دوه اړخیزه اقتصادي، سوداګرۍ او تحصیلي همکاریو، د دولتي کارکوونکو په وړتیا لوړولو، د سولر په برخه کې د اذربایجان په پانګونې، نساجي، اوسپنیزې کرښې، سمنټو، په فوسیلونو (نفت او اوبلن ګاز) انرژیو، ټرانزیټي او ټرانسپورټي همکاریو، بنسټیزو پروژو او نورو اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
په دې کتنه کې سوداګرو او د خصوصي سکټور استازو د خپلو تولیداتو بېلګې نندارې ته وړاندي کړې. پرېکړه وشوه چې دواړه اړخونه به په ګروپي ډول په یو مېکانیزم کار وکړي، چې د نساجي، سړکونو د طرحې او ډیزان او په نورو برخو کې پانګونې ته د اذربایجان دولتي او خصوصي کمپنۍ وهڅول شي او د اسیا زړه تر ناستې پورې په دغو برخو کې عملي چارې پیل شي.#
پاى_ف

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته