روغتیا

په هېوا دکې دکرونا ويروس ١٧٩مثبتې پېښې ثبتې شوې .

-کابل / دثور ١٣مه / باختر:
دعامې روغتيا وزارت وياند نن په هېواد کې په تېرو ٢٤ ساعتو کې دکرونا ويروس  د ١٧٩مثبتو پېښو دثبتولو خبرورکړ .
  دباختراژانس دخبرله مخې ، دعامې روغتيا وزارت وياند وحيد الله مايار  په يوه خبري غونډه کې وويل  چې په تېرو  ٢٤ ساعتو کې دکرونا ويروس ٥٠١مشکوکې پېښې ازمايښت شوي دي  چې له دې جملې څخه  ١٧٩ پېښې  مثبتې اعلام شوې .چې  ٧٥پېښې په کابل ، ١٨ پېښې په بلخ ،١٦ پېښې په جوزجان، ١٥ پېښې په قندهار ، ١٠ پېښې په غزني ، ٧ پېښې په بغلان ، ٤ پېښې په تخار ،  ٣ پېښې په غور ، ٥ پېښې په لوګر ، ٢ پېښې په زابل او يوه پېښه  په هلمند کې  ثبته شوې ده .
ددغو پېښو په ثبتولو سره  په هېواد کې  دکرونا ويروس  دمثبتو پېښو شمېر ٢٤٩٦ته ورسېد .
دعامې روغتيا دوزارت وياند زياته کړه چې په تېرو  ٢٤ ساعتو کې په کرونا ويروس  ٢١ اخته کسان روغ شوي دي .
  ختم _ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته