امنیت

طالبانو د کابل- مزارشريف په لويه لاره کې په تيلو بار يو ټانکر ته اور واچاوه

دپلخمري ښارباختردمرغومي دمياشتې٢١نيټه:
وسله والو طالبانو د کابل – مزارشريف په لويه لاره کې په تيلو بار يوه ټانکر ته اور واچاوه.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: نن سهار وسله والو يرغلګرو واټ ته په وتلو سره د بغلان په مرکز د چشمه شير په مربوطاتو کې په تيلو بار يوه ټانکر ته اور واچاوه .
د کابل – مزارشريف د لويې لارې يوه امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې وسله والو يرغلګرو د بغلان په لويه لاره کې د چشمه شير ساحې ته د امنيتي ځواکونو په رسيدو سره له سيمې څخه وتښتيدل .
ده وويل: په دې اور لګيدنه کې د تيلو ټانکر په بشپړ ډول له منځه لاړ خو چلوونکى کې يې وژغورل شو .
تر اوسه پورې روښانه نه ده چې د تيلو دغه ټانکر په خصوصي سکتور، ناتو او يا افغان ځواکونو پورې اړه درلوده او که څنګه؟
د مرکزي بغلان د چشمه شيرسيمه د کابل – مزارشريف د لويې لارې تګلورى کې دى چې کله نا کله وسله وال طالبان په دغه تګلوري کې حضور لري.
د پلخمري ښاريان او مسافران په دولت نيوکې کوي: که دولت څو کاله مخکې ددغې لويې لارې په دواړو لورو په چشمه شيرسيمه کې د پاکولو په مقصد عمليات ترسره کړى واى، د وسله والو ډار اچوونکو او يرغلګرو ټغر به له دغې سيمې څخه راټول واى او دوى به د څوکلونو په بهيرکې د مسافر وړونکو موټرو، د سوداګريز مالونو د کاروانونو او د امنيتي ځواکونو په کاروانونو د وسله والو د بريدونو شاهدان نه واى.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته