سیاستخبرونه

د بامیان اوسېدونکي په یوه غونډه کې د اسلامي امارت ملاتړ وکړ

کابل/ د کب ١٣ مه / باختر

د بامیان اوسېدونکي د بامیان د والي مولوي عبدالله سرحدي په ګډون په يوه غونډه کې له اسلامي امارت څخه ملاتړ وکړ.

د باخترآژانس خبريال د خبرله مخې: د بامیانو والي الحاج مولوي عبدالله سرحدي په دې ستره وګړنۍ غونډه کې د عالمانو، مخورو، فرهنګي شخصیتونو او د بامیان د ټولو خلکو له ملاتړڅخه قدرداني وکړه او زیاته یې کړه: اسلامي امارت د الله تعالی په نصرت او د افغانستان د مسلمانو خلکو په ملاتړ بريا ته ورسېد د امریکا او ناټو وسله وال پوځونه چې په پرمختللو پوځي تجهیزاتو سمبال وو د مجاهدینو پر وړاندې مقاومت ونشو کړای او له ماتې سره مخ شول.

د باميانو والي خلکو ته ډاډ ورکړ چې په باميانو کې کور په کور پلټنه حقيقت نلري او

هيڅوک حق نه لري چې د وسلو د ټولولو په پلمه د خلکو کورونو ته ننوځي او له خلکو يې وغوښتل چې د بهرنيانو د تفرقه اچوونکو دسيسو ته غوږ و نه نيسي.

هغه دې ته په اشارې سره چې په قرآن او اسلامي نظام کې د ښځو هغه بشري حقونه چې په پام کې نيول شوي دي په هيڅ دين او په هيڅ کوم لويديځ هېواد کې نه دى ورکړل شوى.

د باميانو والي د عشر د ټولولو په اړه وويل: په باميانو کې د عشراو زکات د راټولولو ستونزه هواره شوې او هڅه کوو چې يو مشخص پروګرام جوړ کړو چې د بېوزو او مستحقو خلکو په ګټه وي ترڅو بېوزله او اړمن کسان له هغه څخه ګټه پورته کړي.

په دې غونډه کې د بامیانو د شیعه عالمانو د سرتاسري شورا رييس حجت السلام والمسلمين استاد نصرالله واعظي د بامیان له والي الحاج عبدالله سرحدي او د اسلامي امارت له مسوولينو څخه په بامیان کې د امنیت د تامینولو په خاطر مننه وکړه او زیاته یې کړه: حکومتي چارواکي د خلکو پر وړاندې مسووليت لري او په الهي ازموينه کې دي، بايد هڅه وکړي چې له خلکو سره ښه چلند وکړي او له وحشت څخه دې ډډه وکړي.

هغه زیاته کړه، د بامیانو علما، مخور او باعزته خلک تل له سیمه ییز حکومت سره په اړیکه کې دي او اوس موږ له سیمه ییزې ادارې سره په ګډه د امنیت د تامین لپاره کار کوو.

\ ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته