ټولنه

سيلاونو په سمنګانو کې دکابل _ مزارشريف سړک وتاړه .

کابل باختر د ثور شلمه :
سختو سيلاونو دکابل _ مزارشريف   لويه لاره وتړله .
  دسمنګانو په ولايت کې سيمه ئيز مقامات وايي چې دسختو اورښتونو او دسيلاونو دراوتلو له امله له پرون راپديخوا  دکابل _ مزارشريف  لويه لاره  دترافيکو پرمخ تړل شوې ده .
دسمنګانو  دوالي وياند صديق عزيز دباختراژانس خبريال ته وويل  دايبکو په ښار او دحضرت سلطان ولسوالۍ کې دسيلاونو دراوتل  پرون له غرمې مخکې څخه  تراوسه پورې  ترانسپورتي لاره دترافيکو پرمخ  تړل شوې ده
  دعزيز  دڅرګندونوله مخې  په زرګونو موټر او مسافر چې دمزارشريف په  لور روان و دايبکو په سيمه کې بند شوي اوسيلاونه دپخوا په څير بهيږي
   دده  دڅرګندونو له مخې دغزني ګګ  او فيروز نخچير په سيمو کې دسيند داوبو کچه څو متره لوړه شوې ده اوبو دسړک په لور روانې دي او د ترانسپورتي لاره يې بنده کړې ده .
   دکابل  _ مزارشريف  لويه لاره له مهمو کليدي  لارو څخه ده چې هره ورځ له دغې لارې څخه په سلګونومسافر وړونکي او بار وړونکي موټر تګ راتګ کوي .
دسمنګانو دوالي وياند وايي په هغو سلګونو مسافرو چې په تړل شوې سيمه کې بند پاتې دي خوراکي مواد ويشل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته