پلخمري باختر د لړم د مياشتې ٢٠ نيټه :
په نري رنځ يا توبرکلوز په ناروغۍ د اخته کسانو درملننه د پلخمري په څلورو روغتونونوکې په وړيا ډول ترسره کيږي.
د بغلان ولايت د عامې روغتيا رئيس باختر آژانس ته وويل: د نري رنځ د کنترول رياست د عامې روغتيا وزارت په همکارۍ او د نري رنځ د چلنج دفتر په مالي مرسته په نري رنځ اخته کسان د ابن سينا، حيدري، صحت افغان، سمنټ غوري په شخصي روغتونونوکې په وړيا ډول تشخيصوي او وړيا درمل هم هغوى ته ورکوي.
پاى ع ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ