
کابل باختر دزمري اووه ويشتمه :
دداعش دډلې له خوا دجوزجان ولايت لپاره نومول شوى والي ملا باز محمد له پنځو تنو افرادو سره يې دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو .
دجوزجان دوالي وياند محمد رضا غفوري دباختراژانس خبريال ته وويل چې دداعش دډلې دغه نومول شوى والي له ننګرهار څخه جوزجان ته ورغلى و او په دغه ولايت کې په دولتي ضد فعاليتونو او دځواکونو په جذبولو بوخت و .
مخکې له دې دکندز ولايت مقاماتو هم دداعش دډلې له خوا دکندز ولايت لپاره دنومول شوي والي دنيونې خبر ورکړى و .
په تيرو دوو کلونوکې دداعش دډلې فعاليتونه زياتره د هېواد په ختيځو ولايتونوکې متمرکز و خو دهېواد دشمال ولايتونو ته ددغې ډلې دفعاليت زياتوالى جدي انديښنې رامنځته کړي دي .
ويل کيږي چې په دې وروستيو وختو کې ددفاع وزارت مقاماتو په ننګرهار ولايت کې دافغانستان او پاکستان لپاره دداعش دمشر دوژل کيدو خبر ورکړى و