امنیت

درې تنه مخالف وسله وال قوماندان له خپلو ٢٦٠ تنو وسله والو کسانوسره له دولت سره يوځاى شول

کابل باختر دزمري د مياشتې ٢ :
په سمنګانو ولايت کې  له شپږو ورځو را په دې خوا چاڼيزعمليات پيل شوي دي.
دسمنګانو ولايت  دکوز دره صوف ولسوالۍ ټول کلي دوسله والو  مخالفينو له شتون څخه پاک شوي دي.
دسمنګانو دوالي وياند محمدصديق عزيز دباخترآژانس خبريال ته وويل :   دغه عمليات  دوسله والو مخالفينو له شتون څخه دکوز دره صوف ولسوالۍ د ټولو کليو اوبانډو دپاکولو په موخه دامنيتي ځواکونوله خوا پيل شوي و چې دعملياتو په لومړۍ اودويمه ورځ   ددولت  دريو تنو مخالفو قوماندانانو دخپلو دوه سوه شپيتو تنو وسله والو افرادو په ګډون ددولت پرخلاف  له جګړې څخه لاس واخيست او دسولې له بهيرسره يو ځاى شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دکشفي معلوماتوله مخې  دوسله والو  طالبانو دډلې له خوا د کوز دره صوف  ولسوالۍ ته نومول شوى ولسوال قاري انس  له  خپلو اوويا تنو وسله والو کسانو سره  غرونو ته تښتيدلى دى.
ديادونې وده چې ددغو عملياتو په بهيرکې    دوسله والو  طالبانو دډلې يوه اندازه نجهيزات  او چاوديدونکي توکي  دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته