
کابل باخترد لړم د مياشتې ١٠ :
دداعش دتروريستي ډلي يو مشر په ننګرهارولايت کې ونيول شو.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
دکورنيو چارو وزارت له تروريزم سره دمبارزې رياست وايي نن سهار دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ له تروريزم سره دمبارزې منسوبينو په اوپراتيفي عملياتو کې دلغمان ولايت دالينګار ولسوالۍ دقصبې دکلي اصلي اوسيدونکى صفت الله داغامحمد زوى چې تروريستي او ورانکار فعاليتونه يې ترسره کول دننګرها ولايت دهسکې مينې په ولسوالۍ کې ونيوه.
دکورنيو چارو وزارت له تروريزم سره دمبارزې رياست څرګندوي چې نيول شوى سړى دننګرهار ولايت دهسکې مينې په ولسوالۍ کې دداعش دتروريستي ډلې دپوځي مسوول قاضي ناصر مرستيال دى چې په خپل جرم يې اعتراف کړى دى.