سیاست

دسترې محکمې عالي شورا غونډه وکړه او په اجندا کې نيول شوي موضوعګانې يې وڅيړلې .

کابل باختر دچنګاښ  څليرويشتمه :
دسترې محکمې عالي شورا نن له غرمې مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت دقاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي  په مشرۍ غونډه وکړه او په اجنداکې نيول شوي موضوعګانې يې وڅيړلې .
دسترې محکمې  دخپرونو رياست باختراژانس  ته خبر ورکړ ، عالي شورا لومړى دچارو دادارې او دوزيرانو شورا  ددارالانشا  دلوى رياست هغه رسمي ليک ته په پاملرنې  سره چې دپيسو دسپينولو  او له دې امله درامنځته شويو عوايدو دبندولو دنافذ قانون د ځينو مادو تعارض يې له اساسي قانون سره دهغه دسمون دڅيړنې په مقصد سترې محکمې ته  ليږلي دي ،طرحه شوي موارد يې د هيواد داساسي قانون د ١٢١ مادې له حکم سره سم وڅيړل .
په دې برخه کې يې توجهي او توضيحي نظر څرګند کړ او دارالانشا ته يې دنده وسپارله چې موضوع دې خپلې مرجع ته اخبار کړي .
وروسته دلوى څارنوالۍ دادارې په غوښتنه لارښوونه وشوه چې دنيمروز ولايت دنظامي  متهمينو ددوسيو دڅيړنې په مقصدچې  دفراه ولايت ته دقضيو دمتهمينو ليږدونه امکان نه لري دفراه ولايت دنظامي ابتداييه محکمې قضايي  هيئت دې دنيمروز ولايت ته سفر وکړي .
شورا دغه راز دبلخ ولايت داستيناف محکمې درياست دوثيقو  او د سندونو دثبت درييسې اروښادې  فوزيې اورکزي دناڅاپي مړينې په نسبت چې  دورپيښې  ناروغي له امله وفات شوې ده دخپلې  ژورې ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل .
په بيلابيلو  کاري پرواونوکې  په صادقانه ډول او په ژمنتيا سره ددې ددندو دترسره کولو له امله دقدرداني په ترڅ کې  ددې نه شتون يوه ضايعه وبلله او ارواښادې ته يې دلوى خداى  ( ج )  له دربار څخه دفردوس جنت اوکورنۍ او پاتې کسانو ته يې جميل صبر هيله وکړه .
وروسته ددغو رسيدلو استهداګانو په باب غور او څيړنه وشوه .
_ دځمکې اويا دجايداد  داستملاک  په وړاندې دملکيت داعتبار وړ سندونو دتثبيتولو دڅرنګوالي په باب دکابل ښاروالۍ دحقوقي مشاوريت استهداييه .
_ داړوندو کارکوونکو په ذاتي مسئلو دکار دقانون دتطبيق دڅرنګوالي په برخه کې  داريانا افغان هوايي شرکت استهداييه په داسې حال کې چې شرکت دبشري منابعو لايحه هم لري .
دقاضي تر ولايت لاندې مالونو  دادارې په باب دغزني ولايت داستيناف  محکمې درياست استهداييه .
دمسکراتواو دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې او دهغو دکنترول دقانون ددوو مشخصو مادو دڅرګندولو او تقسير په باره کې دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دچارو وزارت استهداييه او دده د توقيفي  تمديد په وخت کې په محکمه کې دمتهم په حاضريدو پورې داړوندې  ستونزې په باب دلوى څارنوالۍ وړانديز چې په هر مورد کې دنافذو قوانينو په رڼا کې  لازمې لارښوونې وشوې .
سربيره پردې دعالي شورا په نننۍ غونډه کې دبيا کتنې ديو مورد غوښتنې او په جزايي او مدني قضيو کې دمحکمې دبدلون يو ويشت موارده غوښتن ليکونه چې ددعوا دخاوندانو او دلوى څارنوالي  دادارې له خوا طرحه شوي و هم څيړنه وشوه او په دې برخه کې لازم  تصميمونه ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته