ټولنه

په يوې ترافيکي پيښه کې دوه تنه ووژل شول.

مزارشريف– باختر دسلواغۍ اوومه :
په بلخ ولايت کې نن سهار ديوې ترافيکي پيښې له امله دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول.
دمزارشريف دپوليسو پنځمې  حوزې يو تن مسوول باختر آژانس ته وويل : په دې پيښه کې چې د مزارشريف ښار دشهيد ذبيع الله څلور لارې ته څيرمه دشاديانو په واټ کې وشوه يو تن له خپل زوى سره چې په موټر سايکل سپور و دامريکايي ځواکونو دکاروان له يوې واسطې سره ټکر وکړ او دواړه و وژل شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته