ټولنه

دارګ دجامع جومات دامام مولوي سيدمختارصفوي دجنازې دلمانځه داداکولو مراسم پرځاى شول

کابل باختردلړم دمياشتې ٢١ :
دارګ دجامع جومات دامام مولوي سيدمختارصفوي دجنازې دلمانځه داداکولو مراسم نن سهار دجمهوري رياست دارګ په انګړ کې  پرځاى شول .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دغو مراسمو کې  دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس محمداشرف غني  ،  دهېواد پخواني جمهوررييس  حامدکرزي ، دجمهوريت رياست دويم مرستيال قانونپوه سرور دانش ، يوشمير دولتي مسوولينو  او دمولوي سيدمختار صفوي دکورنيو غړو او دوستانو  ګډون کړي وو.
دارواښاد دجنازې لمونځ دپوهاند نعمت الله شهراني په  امامت ادا شو او وروسته  دمتوفى  پاک روح ته دعا وشوه  او دلوى خداى  ج   له  دربار څخه ارواښاد ته دفردوس  جنت هيله  وشوه .
دغه راز ديو تقوا لرونکي  او دښو اخلاقو لرونکي عالم په توګه  دمولوي سيدمختار صفوي  دغوره سجاياو يادونه وشوه .
دمراسمو په پاى کې دارواښاد مولوي سيدمختارصفوي ورور سيدعزيزالرحمن خبرې وکړې  او هېواد  اوداسلام مقدس دين  ته د ارواښاد د خدمتونو يادونه وشوه .دارواښاد مولوي سيدمختار صفوي جنازه  ددوى په پلرنۍ اديره کې دښخولو په مقصد نن سهار ددولتي هليکوپتر په واسطه دتخار ولايت ته وليږدل شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته