ورزش

د شل کلنو د فوټسال ملي ټيم د جاپان له ټيم سره سيالي کوي

کابل/باختر/ د چنګاښ لومړۍ
د هېواد د فوټسال د شل کلنو ټيم د آسيا اتلوالۍ جام په وروستي پړاو کې نن د جاپان له ټيم سره لوبه کوي.
د باختر آژانس د خبر له مخې: دغه لوبه د افغانستان په وخت د مازيګر په شپږو بجو او دېرشو دقيقو د ايران په تبريز ښارکې پيليږي.
دا لومړى ځل دى چې د هېواد د فوټسال ملي ټيم د آسيايي سياليو وروستي پړاو ته لاره مومي.
جمهوررييس محمد اشرف غني او اجراييه رييس ډاکترعبدالله عبدالله د دغو سياليو وروستي پړاو ته د فوټسال شل کلنو ټيم د لاره موندنې مبارکي وويله.
جمهوررييس د فوټسال د شل کلنو ټيم له سرښوونکي عبدالرزاق ممرک سره په ټليفوني اړيکه کې، هغه او د ټيم لوبغاړو ته د افغانستان د برياليتوب مبارکي وويله او ترې يې وغوښتل چې هېواد ته د بېرته ستنيدو په وخت کې د ټيم له ټولو غړو سره له هغه سره وګوري.
جمهوررييس دغه راز لارښوونه کړې چې يو پلاوى په لوبه کې د ګډون لپاره ايران ته سفر وکړي.
د سياليو په ډلبندى کې د ايران او اندونيزيا ټيمونه نن له غرمې وروسته په څلورو بجو سيالي کوي.
  ختم- سعيده – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته