اقتصاد

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د مالي او اقتصادي مدیریت عالي شورا غونډه وکړه.

ابل باختر دکب شلمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د مالي او اقتصادي مدیریت عالي شورا غونډه تېره شپه په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې د اقتصادي سکتور مسوولینو په کابل ښار کې د جامدو کثافاتو د تنظیم، په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې د اسانتیا او دحامد کرزي نړیوال هوایي ډګر له لارې د وچې او تازه مېوې د صادراتو په هکله خپلې طرحې او وړاندیزونه مطرح کړل.
ښاروالۍ او قوه کار توظیف شول چې په لنډ مهال کې د وړي له را رسېدو مخکې له کابل ښار څخه د کثافاتو ليږدول پیل کړي.
همدارنګه غونډې پرېکړه وکړه، چې په اوږدمهال کې دې په ښار کې د کثافاتو د تنظیم په هکله یوه جامع ارزونه وشي، دولت او خصوصي سکتور دې هغه په ګډه مدیریت او په انرژي  بدل کړي.
په غونډه کې څرګنده شوه، چې خصوصي سکتور په دې برخه کې لېوالتیا ښودلې او جمهور رئیس وویل، ارزونې باید دا مشخصه کړي چې دولت، خصوصي سکتور او خلک په دې برخه کې څه رول ترسره کولی شي.
وروسته په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې د اسانتیا په هکله بحث وشو او د سوداګرۍ وزیر په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې د شاخصونو په هکله معلومات ورکړل او بېلابېلو بنسټونو ته یې د دغه بهیر د اسانتیا په موخه خپل وړاندیزونه وړاندې کړل چې د هغو په ترسره کولوکې افغانستان څنګه کولی شي د نړیوال بانک د فهرست په لوړه رده کې ځاى ولري.
له هر اړخیزو بحثونو وروسته ، جمهور رئیس وویل، د اقداماتو د ترسره کولو لپاره باید مهالوېش ترتیب او قوه کار جوړه شي، تر څو هغه موخې او شاخصونه چې په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې فضا ښه کولی شي مشخص او له دولتي ارګانونو سره تعقیب شي.
دغه راز جمهور رئیس غني وویل، له خصوصي سکتور سره دې په هېواد کې د پانګونې د غوره موخو دټاکلو په خاطر مشورې وشي او په دې برخه کې د دولتي مسوولیتونو او بهرنيو بنسټونو د مشخص کولو ترڅنګ دې د وروستیو اقداماتو د تعقیب لپاره میکانیزم هم رامنځته شي.
جمهور رئیس زیاته کړه، باید مشخصه شي چې کوم اقدامات باید په موازي او کوم یې په زنځیري ډول  ترسره شي.
جمهور رئیس غني ټینګار وکړ، د افغانستان اقتصادي وده د بل هر شاخص او پروسیجر په پرتله  غوره شاخص او پروسیجر دی.
وروسته دحامدکرزي نړیوال هوایي ډګر له لارې د وچې او تازه مېوې د صادراتو په هکله بحث وشو او څرګنده شوه، چې لومړی دې له اوسنیو الوتنو په ځانګړي ډول اریانا شرکت څخه د وچې او تازه مېوې د انتقال لپاره استفاده وشي او وروسته دې د انتقالاتو لپاره غوره میکانیزم رامنځته شي.
همدارنګه په دې هم بحث وشو چې د اریانا او ټولو هوایي شرکتونو الوتنې څنګه د سوداګریزو مالونو په ځانګړي ډول د وچې او تازه مېوې د انتقال لپاره ترسره شي.
په دې غونډه کې څرګنده شوه، د هوایي ډګر د ګمرک د کارکوونکو په کاري مهالوېش کې دې بدلون راشي، ترڅو په هره الوتنه کې صادرات ترسره شي او د وچې او تازه مېوې د صادراتو د اسانتیا په موخه د پروسس یو واحد مرکز دې هم رامنځته شي.
په همدې ترتیب په باریک اب سیمه کې د کرنې او مالدارۍ وزارت د سړو خونو د  طرحې په هکله بحث وشو او جمهور رئیس وویل، د مالي او اقتصادي مدیریت عالي شورا په راتلونکې غونډه کې دې یاده طرحه وړاندې او بشپړه شي.
په دې غونډه کې د جمهور رئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینر محمد خان، د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر، د بهرنیو چارو وزیر او د اقتصادي سکتور وزیرانو هم ګډون کړي وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته