اقتصاد

ددريو مليو نو اته سوه زرو افغا نيو په ارزښت يو تړون لاسليک شو

دشهيدا نو ، معلو لينو ، کار اوټولنيزو چارو وزيرې امنې افضلي نن له يوې خصوصي مو سسې سره دڅه دپاسه دريو مليو نو اته سوه زرو افغا نيو په ارزښت يو تړون لاسليک کړ

دغه تړون په کو نړ ولايت کې دفنې او حرفوي زده کړو د پروژو دتطبيق په مقصد لاسليک شوى دى

دباختر داطلاعا تي ا ژانس دخبر له مخې : امنې افضلي د تړون له لاسليک کولو وروسته وويل: په کو نړ ولايت کې د نارينه و او ښځو په ګډون ١٦٥ تنه وز ګارو اومصيبت ځپلي کسان د ترکاڼې ،د چر ګا نو درو زنې ، خيا طى ، د جنرا تورو نو ، مبايل او تيلفو نو نو د ترميمولو په څانګو کې اووه مياشتې زده کړه کوي .

امنې افضلى د هيواد په کچه ددغه شان پرو ژو تطبيقول وزګارو او مصيبت ځپلو کسانو ته د کار په مو ندلو کې ارزښتناک ګام و باله او ويې ويل: فنې او حرفوى زده کړې کولاى شي ځوا نان له يوې خوا په خپلو پښو ودروي او له بلي خوا هم ددولت د وسله والو مخالفينو له ليکو سره د هغوى ديو ځاى کيدو مخه ونيسې

د ې زيا ته کړه : تر او سه پورې په هيواد کې اتيا زرو ځوا نا نو ته د فنې او حرفوي زده کړو زمينه برا بره شوې ده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته