ښوونه او روزنه

دکندزپوهنتون د ښوونې اوروزنې له پوهنځی څخه په سلګونو نجونې او هلکان فارغ شول

کندز / دمرغومي ۱۵ /باختر
دکندز پوهنتون دښوونې او  روزنې محصلانو پرون دفراغت سندونه تر لاسه کړل .
دباختر آژانس دسیمه ییز خبریال دخبر له مخې،په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په کندز پوهنتون کې جوړه شوه . دکندز پوهنتون رییس خيبرسيفي وویل چې، د دغه پوهنځي د فراغت په شپاړسم دورکې، ددغه پوهنتون دښوونې او روزنې له پوهنځي ۱۱ دیپارتمنتونوڅخه ۴۸۱محصلین فارغ شول .
هغه زیاته کړه چې په روان کال کې دکندز پوهنتون له نورو پوهنځیوڅخه څه ناڅه یوزرو سل محصلین فارغ شول .
دکندز والي عبدالجبار نعیمي دمحصلانو دفراغت په غونډه کې وویل : دښمنان هڅه کوي چې زموږ دهېواد دسولې او پرمختګ خنډ وګرځي، خو تاسې دځوان نسل په نوم ددغو ظالمانو په وړاندې غښتلې اراده ولرئ او خپل هېواد له دغو نا خوالو وژغورئ .پای شکریه

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته