سیاست

جمهوررئیس غني تاجکستان ته ورسېد

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې١٥ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني چې د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ  د “کاسا زر پروژې“ د هېوادونو د مشرانو په دویمه ناسته کې د ګډون په موخه تاجکستان ته روان شوی وو، نن سهار پلازمېنې دوشنبې ته ورسېد.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهوررئیس ته د دوشنبې په بین المللي هوايي ډګر کې د دغه هېواد د صدراعظم لومړي مرستیال دولت علي سعید، د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال نظام الدین زاهدي، د دوشنبې د ښاروال مرستیال زوئیدزاده او د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت  د اسیا-افریقا ادارې رئیس خسرو غایب ‎اوف او دغه راز په دوشنبه کې د افغانستان سفیر او افغان ډیپلوماټانو تود هرکلی ووایه.
وروسته جمهوررئیس او ورسره پلاوی د کاسا زر پروژې د غونډې جوړېدو ځای  ورزاب درې ته ولاړ او د تاجکستان جمهوررئیس امام علي رحمان یې هلته تود هر کلی وکړ.
ټاکل شوې جمهوررئیس په دې غونډه کې وینا وکړي، د سیمه ییزو همکاریو او سیمه ییز اتصال د څلورلارې په توګه د افغانستان اهمیت په ځانګړي ډول له تاجکستان او قرغزستان څخه پاکستان ته د برېښنا انرژۍ د انتقال په اړه د افغانستان لیدلوری بیان کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته