سیاست

دافغانستان، پاکستان او دانګلستان دمشرانو درې اړخيزه غونډه جوړيږي

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٣
دافغانستان ،پاکستان او دانګلستان دمشرانو درې اړخيزه غونډه به په نږدې راتلوونکې کې  په لندن کې جوړ شي.
باختر آژانس دنړيوالو خبرځايونو له خولې خبر راکړ .
ددغې غونډې د جوړولو هدف چې دانګلستان دصدراعظم ديويدکامرون په بلنه جوړيږي د طالبانو له ډلې سره د خبرو بيا  پيليدل دي .
دبريتانيا د ډيلي تلګراف ورځپانه دافغانستان د دولت د يو مقام له خولې ليکلي دي چې دغه غونډه به دافغانستان دجمهور رييس حامد کرزي ، دپاکستان دصدراعظم نواز شريف او دانګلستان دصدراعظم ديويدکامرون په ګډون جوړه شي او د دوى دخبرو محور دطالبانو له ډلې سره دخبرو بيا پيلول بلل شوي دي.
ورځپانې ليکلي دي چې ديويد کامرون به هلې ځلې وکړي  چې له طالبانو سره دسولې درول شوې خبرې يوځل بيا پيل کړي .
دغه راز ورحپانې ليکلي دي پاکستان  د دې لپاره چې ځان دافغانستان دسولې   په بهير کې همکار وښي او امريکا هم خوشخاله کړي ځينې سمبوليک ګامونه يې پورته کړي دي خو په عمل کې  يې خپل دريځ نه دى بدل کړى .
ورځپاڼې زياته کړې ده چې دافغانستان او پاکستان مشران دا ځل په داسې حال کې دبريتانيا په بلنه کتنه کوي چې دپاکستان نوى حکومت  په کار پيل کړى دى خو حالت  دومړه  بدلون نه دى موندلى .
دسياسي مسلو دکارپوهانو په  باور په  وروستيو کلونو کې دغه شان غونډې  څو ځلي جوړې شوي دي او په معمولي توګه دافغانستان او پاکستان اختلافونه پکې څيړل شوي دي .
دناټو ستونزې او په افغانستان کې دهغوى شتون ، د پاکستان له  لارې  د دغو ځواکونو وتل ، امنيتي مسلې او له تروريزم او د نشه يي توکو له قاچاقو سره مبارزه ددغو خبرو له جملې څخه دي پخواهم دافغانستان ، انګلستان او دپاکستان مشرانو دوه ځلې خبرې اترې کړي دي .
تيرکال هم لندن  د افغانستان او پاکستان دجمهورو رييسانو حامد او آصف علي زرداري کوربه  و .
په هغه وخت کې هم پاکستان دافغانستان  په  وړاندې د ژمنو يادونه وکړه خو په عمل کې يې هيڅ کار ونه کړ.
اوس  به معلومه شي چې دا ځل پاکستان ب چره دنواز شريف په شتون کې څه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته