امنیت

په هرات ولايت کې دطالبانو دنومول شوي والي مرستيال له ٣٦تنو مشرانو سره ووژل شو.

کابل باختر د مرغومي لومړي
  په  هرات ولايت کې دوسله والو طالبانو دډلې له خوا  دنومول شوي والي مرستيال  ملا عبدالصمد له  ٣٦ تنو کليدي مشرانوسره  په فراه ولايت کې ووژل شو .
دملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري  ددغې ټکى په  څرګندولو سره  باختراژانس ته وويل :  د ٢٠٧ ظفر قول اردو دقوماندانۍ دکشفي او استخباراتي  رپوټونو له مخې، دملا عبدالصمددپټنځي په باب وويل :
دهېواددهوايي ځواکونو په هغو عملياتوکې چې پرون  دفراه ولايت  په خاک سفيد ولسوالۍ کې ترسره شول  دوسله  والو طالبانو دډلې له خوا  دنومول شوي والي مرستيال  له ٣٦ تنو کليدي قوماندانانو سره چې له جملې څخه په فراه ولايت کې دماين ښخولو او دچاوديدونکوتوکو دبرابرولو اوپوځي مسوول  ملا لعل حاجي باري جان صادق ، دطالبانو يو فعال قوماندان بسم الله او ددغې ډلې دسرې قطعې قوماندان  بختيار نيازي په فراه ولايت کې ووژل شول. اودطالبانو دډلې له خوا  دنومول شوي والي مرستيال  ملاعبدالصمد په ګډون  څوارلس تنه طالبان په هرات کې ټپيان شول  چې وروسته  ملا عبدالصمد دسختو ټپونو له امله ووژل شو .
په دغو عملياتو کې ددښمن  پنځلس  موټرونه او دوسلو اومهماتويوه ډيپو له منځه وړل شوې ده .
  دملا عبدالصمد او دطالبانو دډلې دنورو کليدي قوماندانانو وژل کيدل کيداي شي  دهرات ، فراه او په تيره بيا دهرات ولايت دشينډنډ ولسوالۍ دامنيت په ښه والي کې مثبتې  اغيزې ولري .
ختم_  عطاالله_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته