ورزش

دافغانستان دکرکټ دنوولس کلنو ځوانانو ټيم دبنګله ديش ټيم ته ماتې ورکړه

کابل باختر دتلې دمياشتې  ١١  نيټه  :
دکرکټ په دريمه يو ورځني لوبه کې  دافغانستان دکرکټ  دنوولس کلنو ځوانانو  ټيم دپنځو ويکټونو په توپير سره دبنګله ديش ټيم ته ماتې ورکړه.
دافغانستان دکرکټ  بورد وياند فريد هوتک باخترآژانس ته وويل  چې بالينګ  دافغانستان ټيم پيل کړ   چې دبنګله ديش  دټيم لوبغاړ و په يو ديرشم آور کې  دخپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره دافغان نوولس کلنو ځوانانو ټيم  ته شپبږ اوويا  منډې هدف وټاکه  خو دافغان نوولس کلنو  ځوانانو ټيم دپنځو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره دغه هدف  په اتلسو آورونو کې پوره کړ او دلوبې
برياليتوب يې ترلاسه کړ.
په دې لوبه کې  نوين  الحق دلوبې ډير غوره لوبغاړى وپيژندل شو.
پاى ف ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته