امنیت

ددرې ديرشو تنو تروريستانو وژل کيدل .

کابل باختر دکب  يو ويشتمه :
په تيرو  ٢٤ ساعتو کې دهېواد په بيلابيلو سيمو کې  ددفاعي او امنيتي ځواکونو د چانيزو عملياتو په بهير کې درې ديرش تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .
دملي دفاع وزارت  مطبوعاتي دفتر نن  باختراژانس ته  ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي  چې په تيرو  ٢٤ ساعتو کې دفاعي او امنيتي ځواکونو دهېواد په ځينو سيموکې چاڼيز عمليات ترسره کړل  چې له امله يې درې ديرش تنه ډار اچوونکي  ووژل شول او يوولس تنه نور ټپيان شول .
دغه عمليات دتوپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ دننګرهار ، لغمان ، غزني ، پکتيا ، قندهار ، زابل ، فراه ، بغلان ، فارياب ، نيمروز او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شوي دي . چې ددغو عملياتو په دوام  دغزني ولايت  د ده يک او اندړو په ولسواليو کې اتلس تنه تروريست طالبان  وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان شوي دي ، دهلمند ولايت دمارجې او ناد علي په ولسواليو کې لس تنه ډار اچوونکي وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي . او دلغمان ولايت داليشنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې درې تنه ډار اچوونکي  وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي . او ددغو عملياتوپه بهير کې دپکتيا ولايت  د زرملې په ولسوالۍ کې اته تنه ډار اچوونکي وژل شوي او دزابل ولايت  دداي چوپان په ولسوالۍ کې  پنځه تنه مشکوک  کسان نيول شوي دي .،  دغه راز  امنيتي او دفاعي ځواکونو  په تيرو ٢٤ ساعتو کې دولس  پلان شوي  تصفيوي عمليات او اوولس خاص عمليات  دهېواد په لسو ولايتونوکې ترسره کړي دي . او هوايي ځواکونو دملي اردو دځواکونوپه ملاتړ پنځه اويا هوايي الوتنې ترسره کړي دي او ددښمن  په ځالو يې ځپنده هوايي ګوزارونه کړي دي .
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته