کابل باختر دمرغومې يولسمه
پوليسو د یو داعش وسله وال په ګډون دوه تنه انسان تښتوونکي ونيول
د ننګرهار ولایت د ملي امنیت مؤظفینو د دغه ولایت په بهسودو او چپرهار ولسوالیو کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یو تن داعش وسله وال او دوه تنه انسان تښتوونکي چې د سرحدي پولیسو په يونيفورم سمبال وو،نیولي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د مرغومې په ۱۱مه خبریالانو ته وویل،د ناصر او عطاالله په نومونو دوه تنه چې یو یې د کاپیسا ولايت د تګاب ولسوالۍ او بل یې د ننګرهار ولايت د ښیوې ولسوالۍ اوسیدونکي دي،د ملي امنیت د سرحدي پولیسو د همغږۍ د منسوبینو په يونيفورم کې د انسان تښتوونې،غلاوې او نورې کړنې ترسره کولې .
هغه زیاته کړه، دغه کسانو په وړمه ورځ د بهسودو ولسوالۍ په تعمیراتو سیمه کې یو ځل بیا په داسې حال کې د پلټنې زنځير جوړ کړی و،چې د سرحدي پولیسو يونيفورم سمبال و او ورسره د ملي امنیت رینجر ډوله موټر ته ورته هایلکس ډاډسن موټر هم شتون درلود.
خوږیاڼی وایي دغو کسانو غوښتل چې یو تن سوداګر د پلټنو په نامه له موټر څخه را ښکته او له سیمې څخه یې وتښتوي، چې د ملي امنیت د زړورو منسوبینو له لورې له یوې وسلې او ډاډسن ډوله هایلکس موټر سره یو ځای ونیول شول.
د والي ویاند همدا راز وویل، د ملي امنیت مؤظفینو د پلټنو پر مهال په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش وسله والې ډلې یو فعاله غړی په معاذ مشهور نیولی دی.
هغه وایي نیول شوي سړی په چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د داعش په ښاري شبکه کې فعالیت کاوه.
نیول شويو کسانو ناصر او عطاالله په خپلو جرمونو د اعتراف په ترڅ کې وویل، له نیول کېدو مخکې یې د بهسودو ولسوالۍ په تعمیراتو سیمه کې څه ناڅه دېرش موټر پلټلي وو او موخه يې د يو تن تښتونه وه.
هغه زیاته کړه، د پلټنو پر مهال یې خلکو ته ځانونه د ملي امنیت منسوبین ور پېژندل،چې د دغه سړي له تښتوونې مخکې د ملي امنیت د مؤظفینو له لورې د تعميراتو په سیمه کې ونیول شول.
د داعش غړی،چې په معاذ مشهور دی،د خپل تحقيق په بهير کې وویل،له امنیتي قواو سره تر جګړې وروسته یې غوښتل چې له سیمې څخه وتښتي،خو د ملي امنیت د مؤظفینو له لورې ونیول شو.
دا په داسې حال کې ده،چې د ملي امنیت مؤظفینو په وروستیو کې په ننګرهار کې ګڼ شمېر انسان تښتوونکي،داعش او نور ورانکاري په بېلابېلو سیمو کې نیولي دي.
1 2 دقیقې لوستل