امنیت

ددولت څلور تنه وسله وال مخالفين ونيول شول

دهلمند ولايت دامنيه قوماندانۍ پوليسو پرون ددولت څلور تنه وسله وال مخالفين ونيول .

دهلمند ولايت دامنيې قوماندانۍ دکشف آمرعبدالکريم دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه کسان دلښکرګاه ښار په مربوطاتو کې دپوليسو دعملياتو په بهير کې ونيول شول .

ده وويل له نيول شويو کسانو څخه له وسلو برسيره څلور ماينونه هم دپوليسو لاس ته ورغلي دي .

ديوبل خبر له مخې دهلمند ولايت دګرشک په ولسوالۍ کې دايساف دځواکونو په هوايي عملياتو کې دطالبانو يو مشهور قوماندان ووژل شو .

دهلمند ولايت مطبوعاتي دفتر مسوول دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه عمليات دايساف دځواکونو له خوا دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې دملا قهرمان په نامه دطالبانو يو مشهور قوماندان ووژل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته