کاپيسا باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٦ :
يوولس تنه وسله وال طالبان په کاپيسا ولايت کې د سيمې له خلکو سره د جګړې په بهيرکې ووژل شول او ١٤ تنه نوريې ټپيان شول.
دغه جګړه پرون په تګاب ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې د سيمې خلکو په يوې ډلې وسله والو طالبانو چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو، بريد وکړ.
د کاپيسا ولايت د پوليسو يو مقام باختر آژانس ته وويل: په طالبانو د سيمې د خلکو په دغه بريدکې يوولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول او څوارلس تنه نوريې ټپيان شول.
ده وويل: وسله وال طالبان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې د سيمې د خلکو له خوا پرې بريد وشو.
ويل کيږي، په دې جګړه کې د سيمې اووه تنه اوسيدونکي هم ټپيان شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل