فرهنګ

داميرعلي شيرنوايي دنړيوال سمپوزيم د جوړولو دتدارک څلورمه غونډه جوړه شوه

کابل باختر د مرغومي دمياشتې  ٢٩  :
د هېواد  د شاعر او سياستوال امير شيرعلي نوايي د نړيوال سمپوزيم د جوړولو لپاره د تياري او تدارک څلورمه غونډه نن د صدارت د ګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معين سيدمصدق خليلي  چې د غونډې مشرتوب يې کاوه، د امير شيرعلي نوايي د نړيوال سمپوزيم د عملي کولو د بودجې د تصويب د ډاډ په ورکولو سره، يادونه وکړه چې دغه سمپوزيم به په ټاکلي وخت کې جوړ شي اوپه هغه کې به له دوستو هېوادونوڅخه يوشمېر ميلمانه ګډون وکړي.
دغه رازپه غونډه کې فريدون الهام د دغه سمپوزيم د جوړولو د پروګرامونو په تنظيمولو سره يادونه وکړه چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس سپارښتنه کړې ده چې دغه سمپوزيم د جمهوري رياست د ارګ د سلام خانې په  ماڼۍ کې د يوې پرتمينې او شاندارې غونډې په ترڅ کې جوړ شي او پروګرام دې  د دريو ورځو لپاره په کابل او د مزارشريف او هرات په ښارونوکې دوام ومومي.
ده زياته کړه: د هېواد جمهور رئيس منلې ده چې د ډيرو ښو مقالو او شعرونو لپاره چې په دې سمپوزيم کې وړاندې کيږي؛ له دوو زرو څخه تر شپږو زرو امريکايي ډالرو پورې جايزې ورکړى شي او دغه راز د افغانستان د ترکانو تاريخ به د جمهور رئيس په شخصي لګښت د دويم ځل لپاره چاپ شي.
په دې غونډه کې وړانديز وشو چې د ١٣٩٥کال دې د امير شيرعلي نوايي د کال په نامه ونومول شي .
غونډې پريکړه وکړه چې د تدارک کميټې دې د خپلو کارونو اجرايي بهيرګړندى کړي او په دې اړوند دې په راتلوونکې غونډه کې رپوټ وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته