اقتصاد

په ننګرهار کې دپيازو دساتلو لپاره له پنځلسو سړوخونو څخه ګټه اخستنه

کابل باختر د وږي ٦مه : په ننګرهار کې دبزګرانو دپيازودساتنې لپاره پنځلس سړې خونې جوړې شوې دغه سړې خونې دکرنې اوبو لګولو اومالدارى وزارت له لوري دننګرهار په پنځو ولسواليو کې جوړې شوې دي دننګرهار دکرنې اوبو لګولو اومالدارى رييس سميع الله نصرت باختراژانس ته وويل چې هره سړه خونه دپنځلسو ټنو پيازو دساتنې ظرفيت لري او کولاى شي چې دلسګونوبزګرانو پياز له خرابيدو څخه وژغوري . هغه وويل اوس دغه بزګران کولاى شي په ډاډ سره دکال په هر فصل کې چې وغواړي خپل پيازپه بازارونو کې وپلوري . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته