نړۍ

دجيش محمد جګپوړي قوماندان دهند په کشمير کې ووژل شو .

سرينګرباختر د غبرګولي  پنځمه :
دهند تر ادارې لاندې کشمير کې پوليس وايي چې دجيش محمد د جګړه مارې  ډلې يو جګپوړى  قوماندان له امنيتي  ځواکونوسره په جګړه کې وژل شوى دى .
دجيش محمد دبنسټپالې ډلې دغه قوماندان له امنيتي ځواکونو سره په پرونيو جګړو کې وژل شوى دى .
دجيش محمد ددغه جګپوړي قوماندان وژل کيدل تراوسه پورې دخپلواکو خبرځايونو له خوا نه دي تاييد شوي .
دجيش محمد جګړه ماره ډله په پاکستان کې  ميشته ده او دهند حکومت دغه  تند لاره ډله دڅو خونړيو عملياتو او په تيره بيا دروان ميلادي کال په پيل کې دهند دهوايي ځواونو په اډې د بريد مسووله  بولي چې له امله يې  اووه تنه سرتيري ووژل شول . 
کشمير دهند او پاکستان ترمنځ ويشل شوى دى او دسيمې ددغو دوو قدرتونوترمنځ ددښمني يو عامل دى .
په ١٩٤٧ کال کې دهند او پاکستان دخپلواکې له وخت څخه  تراوسه پورې ددغو دوو هېوادونو ترمنځ  درې جګړې  شوې دي چې دوه ځلې دکشمير پرسر وې

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته