امنیت

ددووتنو مړي چې د طالبانو له خوا وژل شوي و ترلاسه شول

ديوې خصوصي کمپنۍ ددوو کارکوونکو مړي نن په لوګر ولايت کې ترلاسه شول.

ويل کيږي دغه دوه تنه دوه ورځې مخکې دطالبانو له خوا وژل شوي دي

دباختر اطلاعا تي ا ژانس ته دبره کې برک د ولسوال محمد امين رحيم دڅرګند ونو له مخې دغه دوه تنه دپکتيا ولايت اصلي اوسيدونکي دي او له دوو کلو نو را په ديخوا د ميدان وردګو او لوګر په ولايتو نو کې دسړک جوړولو په يوې خصوصي کمپنۍ کې د نده ترسره کوله چې دوه ورځې مخکې دطالبانو له خوا په دغې ولسوالۍ کې ووژل شول چې مړي يې نن کورنيو ته يې وسپارل شول.

ده وويل دا دويمه پيښه ده چې دروان کال په بهير کې ددغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې را منځته کيږي چې پخوا هم ديوې زراعتې خصوصي کمپنۍ څلور تنه کارکوونکي د مخالفينو له خوا وژل شوي وو

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته