امنیت

اته شپيته تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢٨
د ملي پوليسو ځواکونو پرون دهيواد په اتو ولايتونوکې د امنيتي فعاليتونو په بهير کې ٦٨ تنه وسله وال طالبان ووژل.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دملي پوليسو ځواکونو دغه فعاليتونه د کندز، بدخشان ، بلخ ، روزګان ، لوګر ، غزني او د پکتيکا دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره کړل چې په بهيرکې يې ٦٨ تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ ١٣٥ تنه ټپيان او ١٤ تنه يې د ملي پوليسو له خوا ونيول شول او دغه راز يوه اندازه جنګي وسايل هم دملي پوليسو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته