امنیت

د ډار اچوونکو له شتون څخه د ميدان وردګو ولايت د ځينو سيمو پاکول

-کابل باختر دکب نولسمه :
په داسې حال کې چې د ډار اچوونکو پرضد پوځي عمليات د ميدان وردګو ولايت په ځينو سيموکې دوام لري؛ پوځي مقامات د ډار اچوونکو له شتون څخه د زياتو سيمو د پاکولو په باب خبره کوي .
دغه پوځي عمليات څلور ورځې مخکې د الماس په نامه د جلريز- باميانو لوى لارې  او د جغتو او نرخ په ولسواليوکې ترسره شوي دي .
د ميدان وردګو ولايت امنيه قوماندان جنرال احمد فهيم قايم چې د دغه عمليات مشري په غاړه درلود؛ د باختر آژانس خبريال ته وويل چې تر اوسه پورې په دغو عملياتوکې د جلريز _ باميانولوى لارې او د جغتو او نرخ د ولسواليو ځينې سيمې د ډار اچوونکو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي .
ده وويل: د دغو عملياتوپه بهيرکې د ډار اچوونکو څو ستر مرکزونه له منځه تللي او پوځيانو په لسګونو درانده جنګي وسايل ترلاسه کړي دي .
  د جلريز _ باميانو لويه لاره له څه ناڅه يو کال را پديخوا د طالبانو د پراخ شتون او فعاليت ډګر و .
په همدې حال کې ويل کيږي چې په دغو عملياتوکې پنځوسو تنو سله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
  جنرال قايم وايي چې دغه عمليات به د طالبانو له شتون څخه د جلريز _ باميانو د لويې لارې او د جغتو او نرخ د ولسواليو تر بشپړ پاکولو پورې دوام ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته