امنیت

په شمالي وزيرستان کې د امريکا او پاکستان د هوايي بريدونه له امله ٢٣ تنه ووژل شول

پيښور- جيونيوز – باختر د تلې دمياشتې ٦
د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمې نن د امريکا او پاکستان د جلاجلا هوايي بريدونو له امله څه ناڅه ٢٣ تنه ووژل شول او ٤ تنه نور ټپيان شول .
باختر آژانس د پاکستان د جيوټلويزيون له خولې خبر راکړ: د بې پيلوټه امريکايي هليکوپټر په بريدکې د شمالي وزيرستان د کاريزپال په سيمه کې په يوې ليږدونکې واسطې دوه توغندي وتوغول شول چې دڅه ناڅه د دوو تنو د وژل کيدو او د څلورو تنو د ټپي کيدو سبب شول.
ددغه بريد د وژل شويوکسانو هويت تراوسه پورې نه دى معلوم شوى.
دا په داسې حال کې ده چې د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمې د پاکستان د جنګي الوتکو په بريدونوکې نن سهار ١٥ تنه طالبان ووژل شول او د هغوى پنځه پټنځي ويجاړ شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته