کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ١٩ :
دکورنيو چارو وزير تاج محمدجاهد نن په افغانستان کې دنړيوالو ځواکونو له لوى قوماندان جنرال نيکولسن سره په کتنه کې دهېواد د امنيتي حالاتو په باب خبري وکړې .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې دهېواد دامنيتي حالاتو په باب په خبرو سربيره ، ددوه اړخيزو همکاريو ، داوسنيو امنيتي چلنجونو دلرې کولو ا ودپوليسو په دستګاه کې دظرفيت جوړولو په باب هم خبرې وشوې .
0 د یوې دقیقې څخه لږ