سیاست

افغانستان او بیلاروس د دوه اړخیزو اړیکو یو هوکړه لیک او دوه تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

کابل_باختر د زمري د مياشتې٢٦مه
بیلاروس جمهوریت ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه رئيس ډاکټرعبدالله عبدالله د رسمي سفر په ترڅ کي نن د دواړو هیوادونو ترمنځ یو هوکړه لیک او دوه تفاهم لیکونه لاسلیک شول.
د اجراييه رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
هوکړه لیک د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي-تجارتي کمېسون په اړه و، چي د افغانستان د اجرائیه رئیس او د بیلاروس د لومړي وزیر ترمنځ لاسلیک شو.
د دې هوکړه لیک پر اساس به یاد دوه اړخیزه کمېسون منظمي ناستې کوي او د اقتصادي – تجارتي اړیکو پر زیاتوالي د بحث ترڅنګ به، د ګډو فرصتونو د کتنې، ایجاد او پياوړتيا په اړه هم کار کوي.
په تفاهم لیکونوکي لومړى يې د قانون ګذارۍ په برخه کې د افغانستان او بیلاروس د عدلیې د وزیرانو ترمنځ لاسلیک شو، چې پر اساس به يې د دوو هیوادونو د عدلیې وزارتونو ترمنځ قانوني او عدلي همکارۍ پیل سي.
دويم تفاهم لیک د سوداګریزو او صنعتي اړیکو د ایجاد په هدف د افغانستان او بیلاروس د سوداګریزو خونو د مسوولینو ترمنځ لاسلیک شو.
دا تفاهم لیک به بیلاروسي سوداګرو ته په افغانستان کې د پانګونې او تجارت زمینه برابره کړي او همداراز به افغان تجارو ته فرصت ورکړي، چي له بیلاروس سره خپلې سوداګریزې اړیکې غښتلې کړي.
د افغانستان او بیلاروس ترمنځ په دې سطحه او برخوکي د اړیکو د ایجاد او پياوړتيا په موخه د نوي تړونونو لاسلیک د دواړو هیوادونو د اړیکو په تاریخ کې خورا مهم او اساسي ګام دی ‌چي نن واخستل شو او لوی اقتصادي فرصتونه يې ایجاد کړل.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته