دکابل ښار دفوټبال د الف ګروپ سياليو پرون مازيګر په يوې لوبې سره دوام وموند.
د هيواد دفوټبال فدراسيون درسنيو مسئول احمد شاه ساير د باختراطلاعاتي اژانس ته وويل: چې په دې لوبه کې د کابل دځوانانو ټيم دصفر په مقابل کې په دوو سره دديانت ټيم ته ماتې ورکړه .
دغه سيالۍ په کابل ښار کې ديوولسو ټيمونو ترمنځ پيل شوي دي چې ټاکل شوې ده نن داردو او يونايتد سادات ټيمونه سره لوبه وکړي