امنیت

د طالبانو د ډلې د استخباراتو د جګپوړي مسوول نيول کيدل

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٠ د طالبانو د استخباراتو جګپوړى مسوول په هلمند ولايت کې ونيول شو. د طالبانو د ډلې د استخباراتو مسوول او جګپوړى غړى پرون د پوليسو له خوا په هلمند ولايت کې ونيول شو. د هلمند ولايت يوه مسوول امنيتي مقام باختر آژانس ته وويل : ملا عطاالله د طالبانو د ډلې يو کليدي غړى و چې د عامه امن او نظم د پوليسو د ځواکونو له خوا د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار پورې د اطلاعاتو د راټولولو په وخت کې ونيول شو. دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې په روزګان ولايت کې د امنيتي ځواکونو په هوايي بريدکې د طالبانو يو کليدي او مشهور قوماندان هم وژل شوى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته