امنیت

په لوګرکې دناټوديوې بې پيلوټه الوتکى راغورځيدل.

لوګر-باختر-دغويي ٢١

په لوګر ولايت کې دناټو يوه بي پيلوټه الو تکه  راوغورځيده .

 درارسيدلو خبرونو له مخې، دغه الو تکه په ا مريکا يي ځوا کو نو پورې اړونده وه چې دلوګر ولايت د مرکز پل علم په مربوطاتو کې غورځيدلې ده .

 تر او سه پورې ددغې الو تکې  دراغورځيدو علت نه دى معلوم، خو په بګرام کې دامريکا يي سر تيرو پوځى اډې باخترا ژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي چې دغه الو تکه د فنى ستو نزو له امله راغورځيدلې ده او د وسله والو طالبانو هيڅ راز بريد  ور باندي نه دى شوى.

ددغې خبرپاڼې  د معلو ما تو له مخې، دغه الو تکه اکتشا فى ډوله الوتکه بلل شوې ده اوداستو ګنې له سيمې څخه لري را غورځيدلې ده او خلکو ته يې دسرزيا نو نه اومالى تاوانونه نه دي اړولى .

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې باب نظر نه دى څرګند کړى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته