خبرونهسیاستټولنه

د خوست د ځمکني ترانسپورټ لپاره د نږدې ۱۱ میلیونو افغانیو په لګښت اداري ودانۍ جوړېږي

کابل، د مرغومې ۱۳مه، باختر
د خوست د ځمکني ترانسپورټ ریاست مسوولین د دغه ریاست لپاره د نږدې ۱۱ میلیونو افغانیو په لګښت د نوې ودانۍ د جوړولو چارو د پیل خبر ورکوي.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د واټ ترانسپورت معین مولوي عبدالسلام حیدري وویل، چې د خوست ځمکني ترانسپورت ریاست د اداري ودانۍ نه شتون له امله د اداري کارونو په برخه کې ستونزې درلودې چې د یادې ودانۍ په جوړېدو سره به دغه ستونزې هوارې شي.
حیدري وویل، چې د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د خپلو ولایتي ریاستونو لپاره د اداري چارو پر وخت ترسره کېدو او سمون په موخه تېر کال د پنځو ولایتونو لپاره اداري ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
ورته مهال د یاد وزارت د تفتیش رئیس مولوي شیخ محمد وویل،چې د خوست ځمکني ترانسپورت ریاست اداري ودانۍ د ۱۰ میلیونو، ۹۶۹ زره افغانیو په لګښت د وزارت له داخلي بودیجې څخه په درې پوړونو کې جوړېږي، ۱۷ خونو ترڅنګ به ټول اړین سهولتونه ولري او چارې به یې په پنځو میاشتو کې بشپړې شي.
مولوي شیخ محمد وویل، چې یاد وزارت تر چتر لاندې ۴۰ لویې او وړې پروژې تر کار لاندې دي.
په همدې حال کې د خوست مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت څخه راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او مننه یې وکړه، چې د ولایتي ادارې پیشنهاد یې پر وخت منظور او د خوست ځمکني ترانسپورت ریاست اداري ودانۍ لپاره یې بودیجه ځانګړې کړه.
نوموړي زیاته کړه،اوس هغه وخت تللی، چې پروژې به د شخصي ګټو په موخه پلي کېدلې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته