خبرونهاقتصادټولنهTOP

پاکستان یو وار بیا د تورخم دروازه د ترانزیټ پرمخ تړلې

کابل، د مرغومې ۲۳ مه، باختر

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې پاکستاني لوري یو ځل بیا د تورخم دروازه د ټرانزيټ پرمخ تړلې ده.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس د باخترآژانس سیمه ییزخبریال ته وویل، چې د تورخم دروازه نن سهار د پاکستان له لوري یوځل بیا د ټرانزیټ پرمخ تړل شوې ده.

د نوموړي په خبره، د پاکستان له لوري د دروازې د تړلو لامل د بار وړونکو موټر چلونکو د پاسپورت او ویزې غوښتنه ده، چې د افغان حکومت له لوري هم له پاکستاني موټر چلوونکو د ویزې او پاسپورت غوښتنه کېږي او اوس لپاره دواړو خواوته د موټرو تګ راتګ بند دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته